IQNA

 اسلامی نړۍ د صهیونزم د بلا اهمیّت په ښه توګه درک کړ یدی (فلم)

16:02 - November 02, 2022
د خبر لمبر: 3486401
ایکنا-(تهران)د ا نډونیشیا د اسلامی ملی پوهنتون یوه استادشفیق مغنی په یولړڅرګندونې کې ووئیل،ډير خوښ یم  چې وینم  اسلامی نړۍ د صهیونزم مشکل په ښه ډول درک ړی  او په فلسطین په ټاټوبي کې واکمنه بې عدالتي ډيره واضحه ده.

ایکناخبری آژانس راپور ورکړ،د انډونیشیا په سورابایا کې د اسلامی ملی پوهنتون یوه استاد شفیق مغني د اسلامی وحدت د شپږدیرشم نړیوال کنفرانس په څنډې کې ایکنا ته وئیلي دي،زه شفیق مغني د انډونیشیا اوسیدونکی یم او په دې چې وتوانیدم د وحدت په کنفرانس کې ګډون وکړم،دیر خوښ یم،دا ددغه یووالی د کنفرانس ډيره مهمه نتیجه ده.

مغنی زیاته کړې،لومړنی ځل دی چې په دغه کنفرانس کې ګډون کوم،لس کاله مخکې په ماسکو کې د اسلامی نړۍ په باب په یوه کنفرانس کې مو ګډون کړی چې موضوع ئې د مذهبونو ترمینځ نزدیکت وه.شفیق مغنی د اسلامی نړۍ د ترټولو مهمو چیلنجونو په باب روښانه کړې،په اسلامی نړۍ کې ډيرمشکلات او چیلنجونه لرو،ترټولومهم ئې دمسلمانانو ترمینځ  تفرقه اود رز دی.مونږ باید د اسلامی ارزښتونو په خاطر سره متحد شو. پوهیږم چې اسلام داسې دین نه دی چې یوازې د مسلمانانو د نیکمرغۍ لپاره وي ،بلکې د درست بشریّت د نیکمرغۍ لپاره دی. پر دې اساس درز اوتفرقه یو اصلي مشکل دی،په درستې نړۍ کې د مسلمانانو دوهم ستر مشکل د زده کړې کمښت او د اسلامی اصولو په زده کړې کې د وحدت  او یووالی د رَوئې  نه شتون دی. هغه دغه راز ووئيل په انډونیشیا کې زما په اندپه کلي توګه  داسلامی مذهبونو ترمینځ اړیکې ډيرې ښې دي .په ځينو سیمو کې د  اهل تشیّع او اهل تسنن ترمینځ ځيني مشکلات شته چې جزئي دي او زما په نظر سره،دا حل کیدلی شی.خو په ټول کې ددغه هیواد د مسلمانانو ترمینځ ښې اړیکې ټینګې دي.

مغني د فلسطین دموضوع او دغه راز له صهیونیسټي رژيم سره د ځینو اسلامی هیوادونو داړیکو دعادي کیدا په باب هم ووئیل،ډيرخوښ یم چې وینم اسلامی نړۍ د صهیونزم مشکل په ښه ډول درک کړی دی.په فلسطیني ټاټوبي کې واکمنه بې عدالتي ډيره واضحه ده.مونږ باید په مینځني ختیځ کې عدالت ټينګ کړو او دفلسطینیانو د وینې د لازیاتې بهیدا مخه ونیسو.

 https://iqna.ir/fa/news/4094333/

captcha